Wednesday, 18 May 2011

دکورل ډرا تعارف


تعارف

دکورل ډرا په ړومبي درس کښي تاسو ته تود هر کلی وايو. په دي درس کي به مونږ د کورل ډرا تعارفي خبرې کوو. دا درس يوازي تعارف نۀ کوي بلکي نوري مهمي خبري هم د بحث لاندي راولي کومي چي يو نوي استعمال کونکي سره ډيره اړتيا لري.

کول ډرا يو ويکټر اډي (Vector Based) ( ويکټر:هغه تصوري کرښه کوم چي يو معلوم مقداراو طرف لري) رسمول کمپيوټري پروګرام دی کوم نه چي په عمومي توګه د ګرافک ډيزائينګ(Graphic Designing) استفاده ترلاسه کېږي.

ګرافک ډيزائينګ هغه هنر او کسب دی چې په کوم کښي خلکو ته يو پېغام (خبر) د بصري (ليدل كيدونكى)شيانولکه ليک، تصويرونو،علاماتونو او رنګونو د منتخبول او سمول په واسطه بيانېږي. په دي سبب ګرافک ډيزائينګ ته بعضې وخت بصري مخابرات هم وائيلي شي. تشريح دپاره لانديني ګرافيک(ملاقاتي کارډ) ته پام وکړئ



 کورل ډرا په پراخيتا خط وکتابت لکه رساله، اشتهار، اعلان،پمپلټ، کتاب کور،ملاقاتي کارډ،د واده کارډ او دهغسي نور ډير موادو جوړول (رسمول) دپاره استعماليږي. کورل ډرا د ويب پاڼي جوړول کي هم کله کله ښه برخه اخلي.

ترڅو کورل ډرا نه بې له دې دجوند په نورو ډيرو سيمو کښي ګټورکارونه اخيستلی کيږي.

 د کورل ډرا  ورژن
لکه څنګه چي د کتاب خپروني (Editions) وي هم دهغه شان د کمپيوټر پروګرامونه د ورژن(Version) په نوم شميري لري. په دهغو ورژن کې يو ته  معياري (Standard)  او بل ته ټولونه آخري(latest) ورژن وائي.
معياري ورژن:- دا ده يو سافټ وئير هغه ورژن وي کوم چي د نوو ورژن جوړولودپاره اساس وي او تقريبا هر نوی ورژن تر ډير حده پوري د معياري ورژن په شان وي.د کورل ډرا دوه ورژنز (Versions)معياري منل کيږي. يو کورل ډرا ۹ (CorelDRAW 9) او بل کورل ډرا ۱۱(CorelDRAW 11)  او له دي دواړه ورژنزنه لا تر اوسه پوري په غټه تله کار اخستيل کيږي.
آخري ورژن:- دا ده يو سافټ وئير هغه ورژن ته وائي کوم چي د روستنو ټولو ورژنو نه نوی وي او د روستنو ټولو ورژنوپه نسبت نوي نوي خاصيتونه لري. په آخري ورژن کي ناوړه حالات  (Bugs)مخي ته ډير راځي. ده دي موضوع ليکولو په وخت د کورل ډرا آخري ورژن ايکس ۵  (CorelDRAW X5)  وو.


No comments:

Post a Comment